د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد ویلي، د افغانستان اسلامي امارت د خپل دایمي اصولي دريځ په رڼا کې، چې د ډيپلوماسۍ او تفاهم له لارې د ستونزو حل غواړي، پاکستاني لوري سره د ترکيې او قطر د وروڼو دولتونو په غوښتنه او منځګړيتوب استانبول کې څو ورځې خبرې وکړې پای ته ورسېدې.
ښاغلي مجاهد زیاته کړې، د افغانستان اسلامي امارت په داسې حال کې چې د دې خبرو د منځګړیتوب او تسهیل په اړه د وروڼو هېوادونو ترکیې جمهوریت او قطر دولت څخه د زړه له تله مننه کوي لاندې موارد د یادونې وړ بولي.
الف: د افغانستان اسلامي امارت له پيله په ډيپلوماسۍ او تفاهم باور درلود، نو ځکه یې په رښتينولۍ او جدیت سره د مذاکراتو بهیر د یوه جامع او مسلکي ټيم په ټاکلو سره پيل او تر دې ځایه په پوره همکارۍ او زغم تعقیب کړ.
ب: د افغانستان اسلامي امارت له خپلو نورو ګاونډيو هېوادونو سره د ښو اړيکو په څېر، له پاکستان سره هم مثبتې اړيکې غواړي او د دوه اړخیزه درناوي، کورنيو چارو کې نه لاسوهنې او چاته د ګواښ نه رامنځته کولو په اصولو ولاړو روابطو ته ژمن دی.
ج: د استانبول مذاکرات چې پيچلې پروسه یې درلوده، د دې خبرو په تایید پای ته ورسیدل، چې بیا به هم دواړه لوري مجلس کوي او پاتې مسائل به تر غور او بحث لاندې نیسي.

