ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ایران د بهرنیو چارو وزارت له یوه چارواکي سره د افغان سفیر لیدنه؛ د ‌ډیپلوماتیکو همکاریو د پیاوړتیا په اړه یې خبرې کړي

په تهران کې د اسلامي امارت سفیر مولوي فضل محمد حقاني د ایران د بهرنیو چارو وزارت د تشریفاتو له عمومي رییس علي اکبر نظري سره لیدنه کړې.

تهران کې د افغانستان سفارت وایي، چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو د ‌ډیپلوماتیکو همکاریو د پیاوړتیا د لارو چارو او د افغانستان سفارت او ایران د بهرنیو چارو وزارت ترمنځ د تعاملاتو د پیاوړتیا په اړه خبرې کړې دي.