د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیه کې د جورجیا او اذربایجان پولې ته نږدې د ترکیې د پوځ اړوند یوې بار وړونکي الوتکې د لوېدو له امله ژوره خواشیني ښودلې.
دغه وزارت د دې پېښې د قربانیانو له کورنیو، ترکیې دولت او ملت سره د خواخوږۍ او غمشریکۍ په شریکولو سره د پېښې شهيدانو ته د فردوس جنت دعا کړې ده.

