ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ملا عبدالغني برادر اخوند: که پاکستان غواړي سوداګریزې لارې پرانیزي، باید قوي ضمانتونه ورکړي

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند له سوداګرو او صنعت‌کارانو سره په ناسته کې وویل، هغه سوداګر او صنعت‌کاران چې له پاکستان سره تړونونه لري، درې میاشتې وخت لري چې خپل حسابونه تصفیه کړي.

ښاغلي برادر زیاته کړه، د دې لپاره چې پاکستان هر وخت د افغانستان د مېوو په موسم کې سوداګریزې لارې بندې کړي او د دې سربېره یې وارداتي توکي هم بې کیفیته دي، نو اړتیا ده چې د هېواد صادرات او واردات له بدېلو لارو ترسره شي.

عبدالغني برادر اخوند له سوداګرو او صنعت‌کارانو سره په ناسته کې وویل، کچېرې پاکستان له افغانستان سره د سوداګریزو لارو د خلاصون غوښتونکی وي، نو باید پیاوړي او قوي ضمانتونه ورکړي.

ښاغلي برادر ټینګار وکړ، له دغو لارو به هغه مهال سوداګري پيل شي، چې دا ضمانت ترسره شي، چې په هېڅ ډول شرایطو کې که جنګ وي یا نه وي، لارې به نه تړل کېږي.

نوموړي سوداګرو او صنعت‌ کارانو ته لارښوونه وکړه، چې د پاکستان پر ځای د بدیلو لارو څخه سوداګري پیل کړي.

ښاغلي برادر ټینګار وکړ، چې دغه اقدام هر څومره ژر چې کېدای شي باید عملي شي.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال زیاته کړه، چې اسلامي امارت دغه ګام د پاکستان له لوري د لارو د بندلو او له سوداګریزو مسایلو څخه د سیاسي ګټې اخیستنې په موخه پورته کړی، چې تل یې افغان سوداګر زیانمن کړي دي.

همدارنګه د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په غونډه کې پاکستاني چارواکو ته په خطاب کې وویل، چې د لارو د خلاصولو لپاره د یو ځانګړي ضمانت پرته به له افغانستان سره هېڅ سوداګري ممکنه نه وي.

ښاغلي عزیزي زیاته کړه: «که د لارو د خلاصون لپاره بشپړ ضمانت شتون ولري، سوداګري به دوام ومومي؛ که ورورولي او مساوات موجود وي، سوداګري به دوام ومومي؛ خو که نه، موږ هېڅ ډول مجبوریت نه لرو.»

په ورته وخت کې، د صنعت او سوداګرۍ وزیر ټینګار وکړ چې افغانستان د پاکستان پرته د سوداګرۍ لپاره سلګونه بدیلې لارې لري.