ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ټولګټو وزارت: په تېره میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه‌باندې یو میلیون مټریک ټنه انتقالات شوي

ټولګټو وزارت وایي، چې روان کال د غویي مياشتې له پيله تر پايه د دې وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې یو میلیون، درې زره او ۸۲۱ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

یاد وزارت زیاته کړې، چې د حیرتان بندر له لارې ۶۸۸ زره او۴۷۴ ټنه، د آقینې بندر له لارې ۹۵ زره او ۱۲۱ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ۹۷ زره او ۳۶۹ټنه او د خواف –هرات له لارې ۱۲۲ زره او ۸۵۷ ټنه انتقالات شوي، چې ټولټال یو میلیون، درې زره او ۸۲۱ مټریک ټنه نفتي، غیرې نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.

دغه‌راز د دغه وزارت د معلوماتو له مخې؛ د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي، چې په غویي مياشت کې ۴۲۴۶ټنه صادرات شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې په ۱۴۰۴ هـ.ش کال کې ټولټال ۳۳۲ زره او ۸۳۷ مټریک ټنه انتقالات ترسره شوي وو، دا په داسې حال کې ده، چې په ۱۴۰۵ هـ.ش کال کې د انتقالاتو کچه یو میلیون، درې زره او ۸۲۱ مټریک ټنو ته رسېدلې ده، چې د تېر کال په پرتله درې برابره زیاتوالی ښيي.

 د یاد وزارت په وینا؛ هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.