د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال عبدالرحمن قانت د ایران له سفیر عليرضا بیکدلي، د افغانستان او ایران د ګډو سوداګریزو خونو له رییسانو او مل پلاوي سره لیدنه کړې ده.
د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې د ایران سفیر د وزارت د رهبرۍ د پخواني سفر پر مهال د شویو هوکړو په چوکاټ کې د خپلو طرحو او برنامو په اړه خبرې کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې، په ځانګړي ډول د کانونو په برخه کې، د همکاریو د پراختیا غوښتنه کړې ده.
عبدالرحمن قانت په دې غونډه کې ویلي، چې افغانستان د طبیعي او کاني سرچینو له پلوه یو بډایه هېواد دی او د کانونو او پټرولیم وزارت له هغو ټولو نړیوالو پانګوالو هرکلی کوي چې د هېواد د کانونو په سکټور کې د پانګونې لېوالتیا لري.
نوموړي ډاډ ورکړی، چې وزارت به د پانګوالو د فعالیتونو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې او د قانون په چوکاټ کې به ورسره همکاري وکړي.
ورپسې په افغانستان کې د ایران د ګډې سوداګرۍ خونې رییس ویلي، چې په افغانستان کې د شته فرصتونو، نوي اقتصادي وضعیت او د سراسري امنیت د ټینګښت له امله ایراني شرکتونه او پانګوال د کانونو او نفتو په برخو کې پانګونې ته لېوالتیا لري.
نوموړي همداراز د کانونو د اکتشاف او استخراج په برخو کې د افغان انجینرانو د روزنې او د تخنیکي تجربو د لېږد لپاره د ایراني خصوصي شرکتونو د چمتووالي خبر ورکړی.
د غونډې په پای کې د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال د کانونو د قانون او نافذه کړنلارو په چوکاټ کې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ څرګند کړی.

