روسیه کې د اسلامي امارت سفیر مولوي ګل حسن حسن د مسکو نړیوال هوایي ډګر (دومودیدوو) له ريیس اندرې ایوانوف سره لیدنه کړې.
روسیه کې د افغانستان سفارت وایي، چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو د کام ایر هوایي شرکت له لوري مسکو ته د اونیزو الوتنو پر پيل خبرې وکړې.
ښاغلي ایوانوف د يادو الوتنو د پیل په برخه کې د اړوندو هڅو سربېره، په تخنیکي او اداري برخو کې د افغان لوري سره ګډې همکارۍ ته هم چمتووالی وښود.
ورته مهال، د افغانستان لوی سفیر هیله وښوده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ منظمې الوتنې به د سوداګریزو، اقتصادي او ټولنیزو اړیکو د لاپیاوړتیا لامل شي.

