د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د یو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د ایران د بلوچستان او سیستان له والي ښاغلي بیجار سره په مرزمېلک بندر کې لیدنه کړې او د یو پیاوړي او دومداره سوداګرۍ پر پراختیا یې ټینګار کړی.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، چې په دې لیدنه کې د دواړو لوریو د سوداګرۍ نقلیه وسایطو تګ راتګ لپاره یو لنډ او موقت مسیر هم پرانیستی، چې د افغانستان او ایران ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پياوړتیا لپاره به اغېزمن وي.

