ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کندهار انارو په صادراتو کې ۳۲ سلنه زیاتوالی راغلی

د تېر کال په پرتله له کندهار څخه بهرنیو هېوادونو ته د انارو صادرات ۳۲ سلنه زیات شوي دي.

د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، سږکال د دې ولایت نږدې ۲۲ زره ټنه انار له هېواد څخه بهر ته صادر شوي، چې د تېر کال په پرتله ٣٢ سلنه زياتوالی ښيي.

د دې ریاست په وینا، د کندهار انارو ډېره برخه صادرات مالیزیا، اوزبیکستان او روسیې ته شوي دي.

د يادوني وړ ده، چې په تېر ۱۴۰۳ لمریز کال کې د دې ولايت څخه اووه زره ټنه انار بهر ته صادر شوي و، چې په روان کال کې د صادراتو کچه ١٥ زره ټنه زياته شوې ده.