د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سید عباس عراقچي سره ټیلیفوني خبرې کړي دي.
د بهرنیو چارو وزارت په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې ټیلیفوني اړیکه کې دواړو لوریو د افغانستان او ایران ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا او د سیمې د وروستیو تحولاتو په اړه خبرې کړې دي.
مولوي امیرخان متقي د همکاریو او سیمهییزو ناستو د ترسره کولو په تړاو د اسلامي امارت دریځ ته په اشارې سره ویلي، د ثبات ساتل او د سیمهییزو همکاریو لا پیاوړتیا د افغانستان لپاره مهم لومړیتوب دی.
بل لوري د ایران د بهرنیو چارو وزیر هم د سیمهییزو همکاریو په برخه کې د دې هېواد وروستیو هڅو په تړاو د معلوماتو په وړاندې کولو سره د سیمې د هېوادونو ترمنځ د خبرو اترو پر دوام ټینګار کړی دی.

