ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

په مسکو کې د اسلامي امارت سفیر د تاتارستان پلازمېنې کازان ته سفر وکړ

په مسکو کې د افغانستان اسلامي امارت لوی سفیر مولوي ګل حسن حسن د تاتارستان جمهوریت په رسمي بلنه د یاد جمهوریت پلازمېنې کازان ته سفر وکړ.

ښاغلي حسن د یاد سفر په ترڅ کې د تاتارستان جمهوریت د لومړي وزیر مرستیال او د صنعت او سوداګرۍ وزیر سره د لیدنې پر مهال د تاتارستان شرکتونو له لوري په افغانستان کې پر پانګونې خبرې کړې دي.

افغان سفیر د افغانستان او کازان ترمنځ ګډ سوداګریز مرکز او نندارتون په جوړولو ټینګار کړی.