د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند تېره ورځ(سېشنبه، د لړم ۲۷مه) په کندهار ولایت کې د نساجي صنعتي پارک پرانېست.
یاد پارک کې د څه باندي ٢٨ میلیونه افغانیو په ارزښت د سړکونو جوړولو او کانالیزاسیون پروژې چارې هم پيل شوې.
د یادونې وړ ده، چې دغه پارک ۱۰۰۰ جریبه مساحت لري او د صنعتی سکتور د ودې په موخه صنعتي شرکتونو ته وسپارل شو.
دغه صنعتي پروژه د هېواد د صنعتي سکتور د پیاوړتیا، د پانګونې د جذب، او د سیمهییز اقتصاد د ودې لپاره یو مهم ګام بلل کېږي.

