ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د مسکو ـــ نوي ډیلي اړیکې؛ پوتین نن په دوه‌ورځني رسمي سفر هند ته روانېږي

ټاکل شوې چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین نن (پنجشنبه) د هند او روسیې ترمنځ د ستراتیژیکو اړیکو د پیاوړتیا په موخه «نوي ډېلي» ته دوه‌ورځنی سفر پیل کړي.

دا به له ۲۰۲۱ کال وروسته هند ته د هغه لومړی رسمي سفر وي، چې د دواړو هېوادونو له لوري د ستراتیژیک مشارکت د لا پیاوړتیا په لړ کې مهم بلل شوی دی.

د روسیې ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي، چې له ښاغلي پوتین سره به په دې سفر کې اووه وزیران او یو شمېر نور لوړپوړي چارواکي هم ملګري وي.

په راپور کې ویل شوي، چې ولادیمیر پوتین به د هند له لومړي وزیر نریندرا مودي سره د رسمي او غیر رسمي لیدنو ترڅنګ ۱۵ سوداګریز تړونونه هم لاسلیک کړي.

پر دې سربېره، پوتین به د روس–هند سوداګریز فورم کې ګډون او وینا وکړي او همداراز به د «مهاتما ګاندي» د یادګار څخه لیدنه هم وکړي.

ویل کېږي چې دا سفر وروسته له هغې ترسره کېږي، چې له لنډې مودې راپدېخوا د نوي ډېلي او مسکو ترمنځ دوه‌اړخیزې اقتصادي اړیکې د بیا پراخېدو په حال کې دي.