د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام له مرستیالې مېرمن دویل موکرجي سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د ننګرهار د حصارک د اوبولګونې پروژې د کاري پرمختګ او همدارنګه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۶ کال د ودانیزو پروګرامونو په اړه خبرې شوې دي.
دغهراز دواړو لوریو د کرنې وزارت او یادې ادارې ترمنځ د همغږۍ پر اهمیت ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې فعالیتونه باید په ګټور ډول پر مخ ولاړ شي او هغو پروژو ته باید لومړیتوب ورکړل شي، چې د خلکو د اړتیاوو پر بنسټ طرحه او پلي کېږي.
همدارنګه پرېکړه شوې، چې د دواړو ادارو له استازو څخه دې یوه ګډه تخنیکي کمیټه جوړه شي، څو د برنامو د همغږۍ لپاره منظمې ناستې ترسره کړي او د فعالیتونو د ښه پرمخ بیولو په موخه نږدې اړیکې وساتي.

