ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د لوړو زده کړو وزیر د ایران اسلامي له قُم او جامعة المصطفی پوهنتونونو او حوزه علمیه قُم څخه لیدنې وکړې

د افغانستان د لوړو زده کړو وزیر شیخ ندامحمد ندیم ایران ته د خپل رسمي سفر پر مهال د دغه هېواد په قم ښار کې له دوو سترو قُم او جامعة المصطفی نړیوالو پوهنتونونو او حوزه علمیه قم څخه لیدنې وکړې.

د لوړو زده کړو وزارت وایي، ښاغلي ندیم د یادو پوهنتونونو له رهبري پلاوي او استادانو سره په ناستو کې د افغانستان او ایران تر منځ د دوه اړخیزو علمي همکاریو پر زیاتوالي، متقابلو تجربو شریکولو او همکارۍ په اړه خبرې وکړې.

یاد وزارت زیاته کړې، د یاد پوهنتونونو مسولینو له افغانستان سره په علمي ډګر کې د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه.