په کابل کې د افغانستان لپاره د ناروې شارژدافیر ښاغلي پير البرټ الساس او مل پلاوي د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې دواړو لوریو د سیاسي، اقتصادي او بشري موضوعاتو تر څنګ د افغانستان – پاکستان او په عمومي ډول د سیمې په وضعیت خبرې کړې دي.
مولوي امیرخان متقي ویلي، چي د افغانستان اسلامي امارت د خپل متوازن او اقتصاد محوره بهرني سیاست لهمخې د پاکستان په ګډون له ټولو هېوادونو سره د متقابل احترام په اساس ښې اړیکې غواړي او هیله لري، چې مقابل لوري هم د زور او بې ثباتۍ پر ځای د خبرو اترو او ثبات انتخاب ته لومړیتوب ورکړي.
دغهراز د ناروې شارژدافیر ښاغلي پير البرټ الساس په کونړ، خوست او پکتیکا ولایتونو کې د پاکستاني ملېشو په هوایي بریدونو کي د ښځو، ماشومانو او ملکي وګړو په نښه کول د اندېښنې وړ ګڼلې او په اړه یې د تسلیت مراتب وړاندي کړي دي.
نوموړي څرګنده کړې، چې هېواد یې له افغان حکومت سره د رغنده تعامل ملاتړ کوي.
همدارنګه د ناستې په پای کې د مثبت تعامل پر اړتیا او هېواد ته د راستنېدونکو کډوالو پر ستونزو بحث شوی او د دواړو هېوادونو تر منځ د دیپلوماتیکو اړیکو د لا پراختیا هیله مندي څرګنده شوې ده.

