ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د بهرنیو چارو وزارت د درېیو چینایي اتباعو د وژل کېدو پېښه په کلکو ټکو وغندله

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د تاجیکستان ختلان ولایت د شمس‌الدین شاهین سیمه کې د درې تنو چینايي اتباعو په وژل کېدو خواشيني ښودلې او دا پېښه یې په کلکو ټکو غندلې ده.

د یاد وزارت له لوري خپره شوې تازه اعلامیه کې راغلي، اسلامي امارت د اړوندو ارګانونو له خوا د لومړنۍ ارزونې او معلوماتو پر اساس، په دې پېښه کې هغه کړۍ لاس لري چې په سیمه کې د ګډوډۍ، بې‌ثباتۍ او د هېوادونو ترمنځ د بې‌باورۍ رامنځته کولو لپاره هڅې کوي.

دغه‌راز د یاد وزارت په اعلامیه کې لیکل شوي، د افغانستان حکومت د تاجیکستان له حکومت سره د پوره همکارۍ ډاډ ورکوي او د یادې پېښې د عواملو د موندلو په موخه معلوماتي تبادلې، تخنیکي همکارۍ او ګډې ارزونې ته بشپړ چمتووالی لري.

همدارنګه، اسلامي امارت یو ځل بیا د پېښې د قربانیانو کورنیو ته د ډاډګېرنې ترڅنګ خپله خواخوږي څرګندوي.