د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي په کابل کې د ترکیې له سفیر جنک اونال سره د مخه ښې لیدنه وکړه.
بهرنیو چارو وزارت وایي، په دې لیدنه کې دواړو لوریو د سیمهییزو مسایلو سربېره د دوه اړخیزو سیاسي او اقتصادي اړیکو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د ترسره کړیو خدمتونو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا د هڅو په پار له جنک اونال څخه مننه وکړه او نوموړي ته یې په راتلونکو ماموریتونو کې یې ورته د بریالیتوب هیله وکړه.
ورته مهال، جنک اونال هم د بهرنیو چارو وزارت او د افغانستان اسلامي امارت د نورو چارواکو په هر اړخیزې همکارۍ خوښي وښوده.

