د خوړو او درملو ملي بورډ غونډه د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د دې بورډ د غړو په ګډون ترسره شوه.
په دې غونډه کې لومړی د بورډ غړو د خپلو ورسپارل شويو کړنو او فعالیتونو راپورونه وړاندې کړل.
وروسته د درملو د تورید اسانتیاوو، په مرکز، ولایتونو کې د خوړو او درملو د تولید او واردولو ځایونو څارنې د پیاوړتیا او همدارنګه د شرکتونو له لوري د احتکار د مخنیوي په اړه خبرې وشوې.

