د دوشنبې ورځ، د ۱۴۴۷/۶/۱۰هـ ق نېټه چې ۱۴۰۴/۹/۱۰هـ ل نېټې سره سمون خوري.
د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.
بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:
کندهار
سپین بولدک (ډیورنډ فرضي کرښه)
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د سپین بولدک له لارې ۴۲۹ کورنۍ چې دوه زره او ۴۳۲ تنه غړي یې درلودل، ثبت شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
۳۱۷ کورنۍ چې یو زر او ۹۰۲ تنه غړي یې درلودل، غزني، لوګر، پکتیا، هلمند، کندهار، هرات او کابل ته لېږدول شوي دي او دوه میلیون، ۸۶۵ زره او ۵۰۰ افغانۍ کرایه ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
له ۴۲۶ کورنیو سره ټولې درې میلیون او ۴۱۶ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
خواړه: شپږ زره او ۴۳۲ ډوډۍ او اوبه وېشل شوي دي.
مخابرات: ۵۲۵ عدده سیمکارتونه وېشل شوي دي.
ننګرهار
تورخم (ډیورنډ فرضي کرښه)
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د تورخم له لارې ۸۵ کورنۍ چې ۴۷۶ تنه یې غړي ول، ثبت او بایومتریک شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
۱۷ کورنۍ چې ۹۱ تنه ول، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ته لېږدول شوي او ۴۱ زره او۱۰۰ افغانۍ کرایه ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
له ۵۵ کورنیو سره ټولې۴۲۶ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
مخابرات: ۱۳۲ عدده سیمکارتونه ویشل شوي دي.
هلمند
بهرامچه (ډیورنډ فرضي کرښه)
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
۱۵ کورنۍ چې ۸۰ تنه غړي یې درلودل، ثبت شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
۴۴ کورنۍ چې ۲۲۳ تنه غړي یې درلودل، ګرمسیر، خانشین او دیشو ته لېږدول شوې او ۴۵۳ زره افغانۍ کرایه ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
له ۴۷ کورنیو سره ټولې۴۰۶ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
هرات
اسلام کلا
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د اسلام کلا له لارې ۲۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۸۸ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۴ کورنیو سره ټولې۱۶۶ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
نیمروز
ورېښمو پل لار
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو پله له لارې ۲۷ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۸۸ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همداراز یو زر او ۴۹۰ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له نیمروز څخه ۱ کورنۍ چې د غړو شمېر یې درې تنه و، هرات ته په خوندي توګه لېږدول شوې او ۱۷ زره کرایه ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
له ۵ کورنیو سره ټولې۴۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
روغتیا: په ورېښمو لار کې ۷۷۴ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.
مخابرات: ۶ عدده سیمکارتونه وېشل شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
کډوالو ته د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډمهاله مېشتېدنې، هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر، زغم، ښوونې او روزنې په اړه پوهاوی ورکړل شو.
کابل
مرکز
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
۵۸۳ کورنۍ چې ۳۱۸۵ تنه غړي یې درلودل، کندوز، بغلان، تخار، جوزجان، سرپل، لوګر، سمنګان، بلخ، دایکندي او ننګرهار ته لېږدول شوې او ۲۲۴ زره او ۱۲۵۰ افغانۍ کرایه ورکړل شوې ده.
ټولیز ارقام:
ثبت شوي کډوال: ۵۸۰ کورنۍ او درې زره او ۱۶۴ وګړي
لېږدول شوي کډوال: ۹۶۲ کورنۍ او پینځه زره او ۴۰۴ وګړي
مرسته شوي کډوال: ۵۵۷ کورنۍ
وېشل شوي سیمکارتونه: ۶۶۳ عدده

