ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې مرستیالې بيت بيکډول او ور سره پلاوي يې د بهرنيو چارو وزارت له سياسي مرستیال شير محمد عباس ستانکزي سره لیدنه کړې.
د بهرنيو چارو سياسي مرستیال د خوړو او کرنې ادارې له تلپاتې همکاريو څخه مننه کړې او ویلي يي دي؛ چې اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او غذايي امنيت برخې ته ځانګړې پاملرنه لري، مګر سره له دې هم د نړيوالو مرستندويه ادارو مرستو ته اړتيا ليدل کيږي.
اسلامي امارت هيله لري، چې نړيوالې ادارې او په ځانګړې توګه د خوړو او کرنې اداره خپلې مرستې د پايدارۍ د اصل په پام کې نيولو سره په زيربنايي پروژو او د کرنيز سکتور او بزګرانو له اړتياوو سره سمې ولګوي.
شير محمد عباس ستانکزي د اقليمي بدلون او چاپيريال ساتنې اړوندو پروژو د بيا پيلونې او د مخدره موادو د بديل معيشت ته توجه باندې ټنګار کړی.
بيت بيکډول ویلي؛ دا په تيرو ۲۰ کلونو کې د دغې ادارې تر ټولو لوړپوړی هيئت دی، چې افغانستان ته راغلی او هوډ لري، چې د تخنيکي مرستې، اصلاح شويو تخمونو وېش، حيواني روغتيا، اوبو لګولو، اقليمي بدلون، د کرنې ميکانيزه کولو او نورو برخو کې به خپلو مرستو ته دوام او پراختيا ورکړي.

