ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د لوړو زده کړو او مالیې وزارتونو د استازو ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د لوړو زده کړو او مالیې وزارتونو د استازو ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه‌لیک د یو لړ مراسمو په ترڅ کې لاسلیک شو.

د یاد هوکړه‌لیک د لاسلیک په مراسمو کې د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال شیخ ضیاءالرحمن مدني، د مالیې وزارت اداري مرستیال شیخ دوست محمد مخلص او یو شمېر رییسانو ګډون درلود.

د هوکړه‌لیک د لاسلیک پر مهال، د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال شیخ ضیاءالرحمن مدني د یاد هوکړه‌لیک پر ارزښت او ګټو خبرې وکړې او ویې ویل، چې دغه هوکړه‌لیک به دواړو ادارو ته په علمي، عملي، تخنیکي او تدریسي برخو کې د همکاریو پراخې زمینې او اسانتیاوې برابرې کړي.

همدارنګه د مالیې وزارت اداري مرستیال شیخ دوست محمد مخلص، د لوړو زده‌کړو وزارت د علمي او اداري فعالیتونو او په ځانګړې توګه د یاد وزارت له رهبري پلاوي څخه د غوره خدمتونو له امله مننه او ستاینه کړې او ویلي یې دي، چې دغه هوکړه‌لیک د دواړو وزارتونو او د ټول ولس په ګټه دی.

نوموړي ټینګار کړی، چې د دې هوکړه‌لیک پر اساس به وړ، مسلکي او ژمن کادرونه ادارو ته جذب شي، چې دین، ټولنې او اسلامي ارزښتونو ته په صداقت او اخلاص خدمت وکړي.

لوړه زده‌کړو وزارت د یاد هوکړه‌لیک موخه استادانو او متخصصینو ته د انفرادي او ګډو علمي ـ څېړنیزو فعالیتونو د فرصتونو برابرول، د مالیې وزارت اړوند منسوبینو لپاره د تحصیلي سویې او ظرفیت لوړونې زمینه برابرول، محصلینو ته د عملي زده‌کړو اسانتیاوې رامنځته کول، استادانو ته د څېړنیزو فعالیتونو زمینه برابرول او د دواړو لوریو ترمنځ د تخنیکي پوهې او مسلکي مهارتونو تبادله او همغږۍ پیاوړتیا ښودلې ده.

همدارنګه د دې هوکړه‌لیک پر اساس، دواړه خواوې به د خپلو تخنیکي او انساني امکاناتو له مخې، په تحصیلي، ښوونیزو، څېړنیزو، ظرفیت لوړونې او تخنیکي برخو کې، په مرکز او ولایتونو کې له یو بل سره ګډې همکارۍ ترسره کوي.