د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد وایي، پاکستاني خاصې نظامي حلقې یو ځل بیا تېره شپه په ننګرهار او پکتیکا ولایتونو کې زموږ ملکي هېوادوال بمبار کړل، د ښځو او ماشونو په ګډون یې لسګونه کسان شهیدان او ټپیان کړي.
ښاغلي مجاهد پر خپله ایکس پاڼه ویلي، پاکستاني جنرالان په خپل هېواد کې امنیتي کمزوري په همداسې جنایتونو جبرانوي.
د پاکستان پوځي رژیم په دغو بریدونو کې د پکتیکا په برمل کې یوه مدرسه او د ننګرهار په بهسودو کې د یوه ملکي وګړي کور په نښه کړی و.

