په پکتیکا او ننګرهار کې د پاکستان پوځي رژیم د تېرې شپې بمبارۍ په غبرګون کې ملا عبدالسلام ضعیف ویلي؛ د پاکستان مستبد او ظالم نظامي رژيم له لوري د ننګرهار په بهسودو او د هېواد په نورو سیمو کې پرملکي وګړو بمباري، چې ګڼ شمېر ښځې ماشومان او سپين ږيري پکې شهیدان شوي د افغانستان پر حریم د تجاوز سره سره ناروا، کرغیړن او بزدلانه عمل دی.
نوموړي زیاته کړې؛ دا عمل د اسلام، ګاونډیتوب او نړېوالو اصولو څخه ښکاره سرغړونه او جنايت دی چې په ترسره کولو سره يې پاکستاني پوځي رژیم له خپل مسولیت څخه تېښته کوي او د خپلو ناکامیو او داخلي ستونزو په بدل کې بې ګناه خلک په نښه کوي.
ملا عبدالسلام ضعیف ویلي؛ د دغسې ناروا عمل څخه ثابتیږي چې د دوی ادعاوې بې بنسټه دي او هر ځل ملكي وکړي په نښه کوي.

