د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د اوزبیکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
بهرنیو چارو وزارت وایي، چې په دې ټیلیفوني مکالمه کې، دواړو خواوو د افغانستان اسلامی امارت و اوزبیکستان ترمنځ د اړیکو وروستي پرمختګونه و ارزول او پر دوه اړخیزو اړیکو او سیمه ییزو همکاریو خبرې وکړې.
مولوي امیرخان متقي خپل سیال ته د روژې د مبارکې میاشتې د مبارکۍ ترڅنګ، وویل چې افغانسان او اوزبیکستان، د دوو ورونو او ګاونډیو هېوادونو په توګه، په دوه اړخیزو اړیکو او سیمه ایزو موضوعاتو کې ډیر مشترکات او فرصتونه لري او اړتیا ده چې په ګډه پرې کار وشي.
نوموړي همداراز هیله څرګنده کړه، تر څو د دواړو خواوو ترمنځ د لوړ پوړو او منځنۍ چارواکو په کچه روان کال سیاسي مشاورتونه، اقتصادي همکارۍ او په نورو برخو کې اړیکې لا ډېرې پراخې شي.
دغهراز د اوزبیکستان د بهرنیو چارو وزیر د کابل او تاشکند ترمنځ د اړیکو په پرمختګ خوښي څرګنده کړه او ویې ویل؛ چې دوه اړخیزې اړیکې په ډېر مناسب حالت کې قرار لري او اوزبیکستان له افغانستان سره د اړیکو د لا پراخولو ته ځانګړې پاملرنه کوي.
نوموړي زیاته کړه، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ په سوداګریزو اړیکو کې د پام وړ پرمختګ شاهدان یو او ډیر ژر به د افغان-ټرانس پروژې د امکان سنجونې مطالعاتو کار پیل شي. په پای کې، دواړو خواوو د سیمې پر وضعیت، او د دواړو هېوادونو ترمنځ د راتلونکو پلانونو او په ځانګړې توګه د افغانستان او منځنۍ اسیا پر اړیکو تفصیلي بحثونه ترسره کړل.

