کورنیو چارو وزارت وايي، امنیتي ځواکونو د تورخم په دروازه کې له پاکستانه را لېږدول کېدونکې ۵۲۵ میله بېلابېل ډوله وسلې او مهمات کشف او تر لاسه کړي دي.
په نیول شویو توکو کې ۲۷ زره فایره مرمۍ، ۲۰۰ بنډله پرمیکاټ، لس میله امفور ټوپکونه، لس لېزرونه، لس دوربینونه ۱۷ میله ټيټيکوف، یو میل کلاشینکوف او ۴۹۷ میله بېلابېل ډوله توفنګچې شاملې دي.
د یاد وزارت په وینا، دغه وسلې او مهمات د کشفي او ځانګړو ځواکونو له لوري له پاکستانه د افغان کډوالو په دوو موټرو کې نیول شوي دي او دغهراز د یادو وسلو او مهماتو په تړاو دوه تنه نیول شوي دي

