ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

بهرنیو چارو وزارت کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړی

بهرنیو چارو وزارت پر ننګرهار او پکتیکا ولايتونو د پاکستاني ملېشو د بريدونو په غبرګون کې په کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړی او د افغانستان احتجاج‌ليک يې ور سپارلی دی.

بهرنیو چارو وزارت د پاکستاني ملېشو له لوري د افغانستان هوايي حریم نقض او پر ولسي وګړو بمباري په کلکو ټکو غندي او د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتيا صريح نقض او پاروونکې عمل ګڼي.

همداراز پاکستاني لوري ته په ډاګه شوه، چې د افغانستان د حریم ساتنه د افغانستان اسلامي امارت شرعي مسولیت دی او د دغه ډول بریدونو د بدو عواقبو مسولیت د مقابل لوري پر غاړه دی.