تهران کې د افغانستان سفارت سرپرست مولوي فضل محمد حقاني، هلته د یوناما د اړیکو دفتر له رییس بوجیدار دیمیتروف سره لیدنه کړې ده.
ایران کې د افغانستان سفارت وایي، چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو د اسلامي امارت سفارت او یوناما دفتر ترمنځ د همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.
دغهراز په یاده لیدنه کې بوجیدار دیمیتروف په افغانستان کې د امنیت پر تامین خوښي څرګنده کړې او په زېربنايي چارو کې پرمختګونه او له ګاونډیو هېوادونو سره د اړیکو پیاوړتیا یې اغېزناکه بللې ده.
مولوي فضلمحمد حقاني په ایران کې د یوناما د اړیکو دفتر له رییس سره لیدنه کړې

