ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د افغانستان او ایران ترمنځ د سرحدي نښو او علایمو د عصري کولو چارې عملاً پیلېږي

د افغانستان اسلامي امارت او د ایران اسلامي جمهوریت ترمنځ د سرحدي نښو او علایمو د عصري کولو طرحې د عملي کولو او د چارو د همغږۍ په موخه، د افغانستان د ملي دفاع وزارت د اپراسیون عمومي رییس مولوي نورالرحمن نصرت په مشرۍ یوه پلاوي د ایراني پلاوي سره، چې مشري یې د بهرنیو چارو وزارت د سرحدونو د حقوقي چارو رییس ډاکټر عزت‌الله همتي کوله، د راتلونکې پروسې د پیل او څرنګوالي په اړه د هرات ولایت په اسلام‌قلعه کمیسارۍ کې ناسته وکړه.

په دغه ناسته کې مولوي نورالرحمن نصرت د سرحدونو د عصري کولو د عملي چارو د پیل په اړه ویلي، چې اوس په افغانستان کې امنیت ټینګ شوی، د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې مثبتې دي او سیاسي وضعیت تر بل هر وخت ښه دی؛ نو دا یو مناسب فرصت دی، څو د سرحدي نښو او علایمو د عصري کولو عملي بهیر پیل شي.

نوموړي زیاته کړې، د سرحدونو د عصري کولو طرحه یو مهم اصل او اړتیا ده، چې د دواړو هېوادونو ګډې ګټې به خوندي کړي او د دواړو لوریو ترمنځ به د ابهامونو په له منځه وړلو کې مهم رول ولوبوي.

دغه‌راز ښاغلي نصرت د پروسې د څرنګوالي په اړه هم خبرې کړي او د متقابل درناوي پر بنسټ یې د چارو د پرمخ بیولو غوښتنه کړې ده.