ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ۲۱۹ عمر ثالث فرقې له ښوونیز مرکز څخه ۲۵۰ تنه منسوبین فارغ شول

ملي دفاع وزارت وایي، چې د دې وزارت اړوند د ۲۱۹ عمر ثالث فرقې له ښوونیز مرکز څخه ۲۵۰ تنه منسوبین د مسلکي او نظامي زده‌کړو له بشپړولو وروسته د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د ۲۱۹ عمر ثالث فرقې مرستیال قاري عبدالواصل «نظري»، د ستر درستیز د ښوونې او روزنې رییس مولوي دادمحمد «محمدي»، د بدخشان ولایت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر رییس مولوي شیرمحمد «جواد»، د فرقې د اطلاعاتو او نشراتو مدیر ملا نورالله «نظري» او یو شمېر نورو مسوولینو او منسوبینو ګډون درلود.

د ملي دفاع وزارت د ښوونې او روزنې رییس مولوي دادمحمد «محمدي» فارغ شویو منسوبینو ته په وینا کې اطاعت او فرمانبرداري د نظامي جوړښت بنسټیز اصل وباله او ویې ویل، چې دا چاره د نظم، یووالي او د دفاعي ځواکونو د بریالیتوب لامل ګرځي.

همدارنګه، مسوولینو په بېلا بېلو ویناوو کې د منسوبینو فراغت مبارکي وویله او دا یې مهمه تعلیمي لاسته‌راوړنه وبلله او دغه‌راز د مسلکي او عقیدوي ظرفیتونو د لا لوړولو لپاره یې د هڅو پر دوام ټینګار وکړ.

په پای کې، فارغ شویو منسوبینو خپلې عملي روزنې او مهارتونه نندارې ته وړاندې کړل او مراسم د دعا په ویلو سره پای ته ورسېدل.