د ریاستالوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د اداري کمېسیون ناسته ترسره شوه.
د ناستې په پیل کې، ګومارل شويو کمېټو د خپلو ورسپارل شويو فعاليتونو او کړنو په اړه راپورونه وړاندې کړل.
په دې ناسته کې د کورنیوچارو او پوهنې وزارتونو اړوند موضوعاتو په اړه خبرې او هر اړخیزې ارزونې وشوې.
په پای کې، په اجنډا کې د شاملو نورو موضوعاتو د لا زياتې ارزونې په موخه جلا کمېټو ته مشخصې دندې وسپارل شوې.

