د ملي دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د هېواد د دفاعي ځواکونو د ځوابي بریدونو په پایله کې د پکتیکا، پکتیا، خوست، ننګرهار، کونړ او نورستان ولایتونو ته نږدې د ډیورنډ فرضي کرښې هغې غاړې ته د پاکستاني ملېشو پوستې په اغېزمنو بریدونو وویشتل شوې.
په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې د دغو بریدونو په پایله کې ۵۵ پاکستاني ملېشې وژل شوي، دوه قرارګاوې او ۱۹ پوستې نیول شوې دي.
همد راز لسګونه میله سپکې او درنې وسلې، مهمات او نور پوځي تجهیزات د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

