ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ذاکر جلالي: د امنیتي او دفاعي تدابیرو ترڅنګ فعاله ډیپلوماسي هم روانه ده

د بهرنیو چارو وزارت دویم سیاسي رییس، ذاکر جلالي پر خپل اېکس لیکلي، د دې ترڅنګ چې امنيتي او دفاعي ځواکونو د وضعيت د مهارولو لپاره متقابل او دفاعي تدابير عملي کړي، هم‌مهاله فعاله ډیپلوماسي هم روانه ده.

ښاغلي جلالي زیاته کړې په همدې لړ کې تېره ورځ له يو شمېر دوستو او همکارو هېوادونو ترکیې، قطر او سعودي عربستان د بهرنيو چارو له وزیرانو سره خبرې ترسره شوې او د افغانستان رسمي دريځ او حقایق ورسره شريک شول.

د بهرنیو چارو وزارت دویم سیاسي رییس په وینا، د هېواد د ډيپلوماتيکې دستګاه هلې‌ ځلې ښيي چې د ملي ګټو او ملي امنيت د خونديتوب لپاره ټول مشروع او مسولانه وسايل په هم‌مهاله او همغږي ډول کارول کېږي.