د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراجالدین حقاني او سوریې د بهرنیو چارو وزیر اسعد شیباني ترمنځ ټلیفوني خبرې شوې.
کورنیو چارو وزارت وایي، چې په دې ټلیفوني اړیکه کې دواړو لوریو یو بل ته نېکې هیلې او پيرزوینې وړاندې کړي او د اړیکو د لا پیاوړتیا پر اهمیت غږېدلي دي.
د یاد وزارت په وینا؛ دې اړیکه کې دواړو لوریو د سیمې د وروستي وضعیت په ځانګړي ډول د افغانستان او پاکستان تر منځ د روان وضعیت اړوند موضوعات هم څېړل شوي دي.

