د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت وایي، چې د ننګرهار او پکتیا په ګډون د هېواد په بیلابیلو ولایتونو کې د پاکستاني مليشو د بريدونو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون نږدې ۶۰ تنه شهیدان او ۷۰ تنه نور ټپيان شوي دي.
دغهراز ښاغلی فطرت زياتوي، چې د پاکستاني ملېشو په توپچي بریدونو کې یو شمیر استوګنیز کورونه هم ویجاړ شوي دي.
له دې مخکې د بشري حقونو څار بنسټ او د بښنې نړیوال سازمان د پاکستاني ملېشو له لورې ملکي وګړو ته د مرګ ژوبلې په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه، او د دغو بشري جنايتونو د څېړنې غوښتنه يې کړې وه.
بلخوا پوځي کارپوهان وایي، چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ کړکیچونو له هغې وروسته زور واخیست چې څه موده مخکې پاکستاني ملیشو د ننګرهار او پکتیا ولایتونو په ځینو برخو هوایي بریدونه وکړل، چې له امله یې د ښځو ، ماشومانو او زده کونکو په ګډون یو شمیر ولسي وګړي شهیدان او ټپیان شول.
دغه راز دوی وایي، ترلاسه شوي انځورونه، ویډیوګانې او شواهد ښيي چې پاکستاني ملېشو په قصدي توګه ولسي وګړي په افغانستان کې تر موخې لاندې راوستي دي. دغه بریدونه د نړیوالو او بشري قوانینو ښکاره نقض بلل کېږي او موږ د دغو بشري جنایتونو د دقیقې ارزونې غوښتونکي یو.
د کارپوهانو په وینا، پاکستان د خپل هېواد د ناامنیو او اقتصادي ستونزو په کنټرول کې ناکامه پاتې شوی او اوس هڅه کوي چې د افغانستان د ولسي وګړو پر ژوند د خپلو ګټو له لارې د اسلام آباد د امنیتي کمزوریو توجیه وکړي.

