په نړیوال مارکېټ کې د نفتو بیو تر لوړېدو وروسته، د ډونالډ ټرمپ دولت د ۳۰ ورځو لپاره د ایران نفتو پر خرڅلاو بندیزونه لرې کړل.
دغه ګام وروسته له هغې اخیستل شوی چې د امریکا، اسراییلو او ایران جګړې له امله په نړیواله کچه د تېلو بیې لوړې شوې.
د امریکا د خزانې وزیر اسکات بسنت ویلي، چې د دغو بندیزونو په لرې کولو سره به ۱۴۰ میلیونه بشکې نفت نړیوالو مارکېت ته وړاندې شي.

