ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د بخښنې نړیوال سازمان: کابل کې د روږدو د درملنې پر روغتون برید د نړیوالو بشري قوانینو له مخې جدي اندېښنې راپورته کړي

د بخښنې نړیوال سازمان په دې وروستیو کې ویلي، چې د کابل په ختیځ کې د امید په نوم د روږدو د درملنې په مرکز باندې د پاکستاني پوځي رژیم جنګي الوتکو برید د نړیوالو بشري قوانینو له مخې جدي اندیښنې راپورته کړې دي.

د یادې ادارې سیمه ییزې مرستیالې ایزابل لاسي د برید په اړه د پاکستاني چارواکو د څرګندونو په ځواب کې ویلي، چې که څه هم د شهیدانو ټول شمیر په خپلواکه توګه نه دی تایید شوی، خو څرګنده ده چې سلګونه ملکي وګړي شهیدان او ټپیان شوي دي.

همدارنګه د بخښنې نړیوال سازمان له پاکستاني چارواکو غوښتنه کړې، چې روښانه کړي د کومو معلوماتو پر بنسټ یې برید ترسره کړی او د پېښې د تایید لپاره یې کوم ګامونه اخیستي دي.

یاد سازمان ویلي، چې پاکستاني چارواکي باید د برید د شرایطو او د ملکي تلفاتو په اړه خپلواکه، بې‌طرفه او پر وخت څېړنه وکړي او پایلې یې د حساب ورکونې د ډاډ لپاره عامې کړي.