د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رییس سید کریم هاشمي اوزبېکستان ته د خپل سفر پر مهال په تاشکند کې د اسلامي امارت له سفیر شیخ عبدالغفار بحر سره لیدنه کړې.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، چې ښاغلي هاشمي په دې لیدنه کې د سوداګریزو چارو د اسانتیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا په برخه کې د سفارت پر مهم رول ټینګار کړی.
یاده اداره زیاتوي، چې دغهراز د دوهاړخیزې سوداګرۍ د کچې د لوړولو او د سوداګرو لپاره د لا زیاتو اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه یې د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه کړې ده.
له بلې خوا، شیخ عبدالغفار بحر د افغانستان له خصوصي سکتور سره د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه کړې او ډاډ یې ورکړی، چې دغه سفارت به د سوداګرو د ملاتړ او د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په برخه کې خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي.

