د امر بالمعروف، نهی عنالمنکر او شکایتونو اورېدلو وزیر شیخ محمد خالد الحنفي د نورستان له والي او یو شمېر قومي مشرانو سره لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې قومي مشرانو د واورې او ځينو نورو ستونزو له امله د نورستان ولایت کې د تړل شویو لارو او د خپلو سیمو اړوند یو شمېر نورې ستونزې شريکې کړې.
همدارنګه دې لیدنه کې ښاغلي حنفي قومي مشرانو ته ډاډ ورکړ، چې ستونزې به یې له اړوند ادارو سره شریکې کړي د حل لپاره به اړینه همکاري وکړي.
دغهراز نوموړي د نورستان والي قاري زین العابدین عابد ته سپارښتنې وکړې، چې ژر تر ژره د خلکو ستونزو ته رسیدنه وکړي.

