ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د بدخشان له اشکاشم څخه تر واخان پورې د سړک جوړولو چارې پيل شوې

د وسله والو ځواکونو ستر درستيز د بدخشان ولايت له اشکاشم ولسوالۍ څخه تر واخان پورې د سړک جوړولو کار پرانیسته وکړه.

د هېواد د وسله وال پوځ ستر درستیز قاري فصیح الدین فطرت د ملي دفاع وزارت د انجنیري رییس مولوي نصرالله منصور، د ۲۱۷ عمري او د ۲۰۹ الفتح قول اردو قوماندانانو په ملتیا بدخشان ته سفر کړی.

نوموړي د دې ولایت د اشکاشم له ولسوالۍ څخه تر پامیر واخان پورې د لویې لارې جوړولو چارې پرانیستې.

قاري فصیح الدین د دې پروژې د پرانېستې په مراسمو کې د واخان-پامیر لویې لارې بیارغونه په هېواد کې د سوداګرۍ په برخه کې مهمه بللې او ویلي یې دي، چې دا لاره لوی او کوچني پامیرونه د بدخشان له مرکز سره نښلوي او چارې یې د ملي دفاع وزارت د رهبري تر څارنې لاندې دي.

دغه‌راز تخنیکي ټیمونه به یې په پوره ایماندارۍ او امانتدارۍ سره تطبیق او ګټې اخیستنې ته وسپاري.

په ورته وخت کې د سیمې اوسېدونکو د اوږدمهاله ستونزو د حل او د ژوند د اسانتیاوو په رامنځته کولو کې د ملي دفاع وزارت د رهبرۍ له پاملرنې خوښي څرګنده کړې ده.

د ملي دفاع وزارت مسلکي او تخنیکي ټیمونه ژمن دي، چې د دې پروژې په پلي کولو او بشپړولو سره به د دې لویې لارې لیرې پرتې ولسوالۍ او کلي د بدخشان له مرکز سره ونښلوي او د هېواد شمال ته د سوداګرۍ او ترانزیټ په برخو کې اړینې اسانتیاوې برابرې کړي.