د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراجالدین حقاني، په هېواد کې د بارانونو د زیاتوالي او په یو شمېر ولایتونو کې د سېلابونو د راوتلو له امله، سیمهییزو مسولینو ته سپارښتنه کړې چې د خلکو د امنیت د تامین لپاره لازمې پاملرنې وکړي.
نوموړي له ټولو والیانو، امنیې قوماندانانو، ولسوالانو او د ولسوالیو له امنیتي مسولینو غوښتي، چې د خپلو سیمو د خلکو وضعیت په دوامداره توګه تر څار لاندې وساتي او د سېلابونو د خطر پر وړاندې د خلکو د ژوند د خوندیتوب لپاره له ټولو شته امکاناتو څخه بشپړه ګټه واخلي.

