پېښو سره د مبارزې امادګۍ ملي ادارې لوی رییس ملا نورالدین ترابي، د ترکیې له شارژدافیر سادین ایلدیز او مل پلاوي سره په لیدنه کې د دوه اړخېزو همکاریو پیاوړتیا په اړه خبرې کړي.
په دې ناسته کې ښاغلي ترابي د ترکیې هېواد له خیریه بنسټونو څخه د طبیعي پېښو له ګواښونو سره د مبارزې لپاره د همکاریو غوښتنه کړې.
ښاغلي ایلدیز ویلي، هېواد یې د سوداګریزو اړیکو ترڅنګ په تخنیکي او بشري برخو کې له افغانستان سره همکاري کوي او د دواړو هېوادونو د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارو ترمنځ یې د همغږۍ برخه کې چمتوالی څرګند کړی دی.

