د ایران پر ځینو برخو د امریکا او اسراییلو په تازه بریدونو کې د مړو شمېر لږ تر لږه ۳۴ تنو ته لوړ شو.
د الجزیرې خبري شبکې د راپور پر بنسټ، یوازې په تهران ښار کې د ماشومانو په ګډون ۲۳ کسانو ژوند بایللی دی.
همدا راز د تهران په سویل قم ښار کې پر یوه استوګنیزه سیمه د بریدونو له امله پینځو تنو او بندرلنګه ښار کې شپږ تنو ژوند بایللی دی.
همدارنګه الجزیرې خبري شبکې د اسراییلي رژیم د روغتیا وزارت په حواله راپور ورکړی، چې د امریکا او اسراییلو لهخوا د ایران پر ضد د جګړې له پیلېدو تر اوسه پورې شاوخوا ۶ زره او ۹۵۱ اسراییلیان ټپیان شوي دي.
د راپور له مخې، له دې ډلې ۱۲۳ تنه لا هم په روغتونونو کې بستر دي او د دوو کسانو روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی دی.

