ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ډونالډ ټرمپ د ایران پر وړاندې بریدونه د دوو اونیو لپاره وځنډول

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی چې د ایران پر وړاندې بریدونه به د دوو اونیو لپاره وځنډوي.

ټرمپ په یوه پیغام کې ویلي چې دا پرېکړه یې د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف او د دغه هېواد له لوی درستیز عاصم منیر سره تر خبرو وروسته کړې ده.

 د ټرمپ په وینا، د بریدونو درول د ایران له‌خوا د هرمز تنګي د «بشپړ، سمدستي او خوندي» پرانیستلو پورې تړلی دی، او دا ګام یې د دواړو لورو ترمنځ د اوربند په توګه یاد کړی دی.

ټرمپ همدارنګه ادعا کړې چې د امریکا پوځي موخې ترلاسه شوې دي او له ایران سره د یوې دوامدارې سولې د هوکړې لپاره خبرې اترې پرمختللو پړاوونو ته رسېدلې دي.

نوموړي زیاته کړې، چې د ایران له‌خوا لس ماده‌ییز طرح وړاندې شوې چې کولی شي د وروستۍ هوکړې بنسټ وګرځي.