د بنګلهدېش حکومت له لوري د دغه هېواد پخوانی لوبغاړی تمیم اقبال د بنګلهدېش کرېکټ بورډ د نوي مشر په توګه ټاکل شوی دی.
تمیم اقبال له ټاکل کېدو وروسته په خپل کاري دفتر کې د پېژندګلوۍ لومړنۍ ناسته هم ترسره کړې، چې پکې یې د کرېکټ د ودې او د ادارې د پیاوړتیا په اړه خبرې کړې دي.
نوموړی، چې ۳۷ کاله عمر لري، د بنګلهدېش د کرېکټ په تاریخ کې تر ټولو ځوان مشر یاد شوی دی.
د یادونې وړ ده، چې تمیم اقبال د بنګلهدېش د کرېکټ له مخکښو لوبغاړو څخه شمېرل کېږي او د خپلې لوبډلې لپاره یې په نړیوالو سیالیو کې د پام وړ لاسته راوړنې لري.

