د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف امریکا تورنه کړې، چې د خپلو ګټو د تامین؛ په ځانګړې توګه د انرژۍ پر بازارونو د ولکې لپاره یې پېژندل شوي نړیوال ډیپلوماتیک اصول له پامه غورځولي دي.
لاوروف د روسیې له دولتي تلویزیون سره په یوې مرکه کې ویلي، چې واشنګټن د لاتینې امریکا هېوادونو او منځني ختیځ سره په خپلو تعاملاتو کې «موږ داسې نړۍ ته بیايي چې نړیوال اصول او قوانین پکې هېڅ موجود نه وو».

