ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ملا نورالدین ترابي او د کډوالۍ نړیوال سازمان رییسې لیدنه؛ د همکاریو پر پراختیا خبرې شوي

له پېښو سره د مبارزې او چمتووالي ادارې لوی رییس ملا نورالدین ترابي، په کابل کې د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) له رییسې میا پارک او مل پلاوي سره د همکاریو د پراختیا او د پېښو د مدیریت پر پیاوړتیا خبرې کړې دي.

د یادې ادارې د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې ښاغلي ترابي د IOM فعالیتونه، په ځانګړي ډول د ساختماني، وقایوي پروژو او بېړنیو مرستو برخه کې، مهم بللی او د رضاکارانو د جذب بهیر یې چټک یاد کړی دی.

 نوموړي همدارنګه د پېښو د مدیریت معلوماتي ملي سیستم (NDMIS) پر اغېزمنتیا ټینګار کړی او د دې برخې د لا پیاوړتیا غوښتنه یې کړې ده.

بلخوا، د IOM رییسې میا پارک د دواړو ادارو ترمنځ همکاري مهمه بللې او ویلي یې دي، چې له اړوندې ادارې سره به خپله همکاري نوره هم پیاوړې کړي.

هغې زیاته کړې، چې د پېښو د مدیریت لپاره د ملي او اغېزناک میکانیزم پر رامنځته کولو کار روان دی او په همدې موخه د اړیکو مرکزونو او رضاکارانو پر پیاوړتیا تمرکز لري.

نوموړې همدارنګه ویلي، چې په پکتیا ولایت کې نیمګړې پروژې بېرته پیل شوې او په نږدې راتلونکي کې به بشپړې شي.

اغلي میا پارک په وینا، په کونړ ولایت کې د زلزله ځپلو لپاره د سرپناه جوړولو چارې روانې دي او هڅه کېږي چې د دې برخې لپاره نورې مالي سرچینې هم جذب شي.

په پای کې، دواړو لوریو د پېښو د مدیریت په برخه کې د سیمه‌ییزو ظرفیتونو پر لوړولو او د همکاریو پر دوام ټینګار کړی دی.