د روسيې د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی ضمير کابلوف په یوه رسمي سفر افغانستان ته رارسېدلی دی.
بهرنیو چارو وزارت وايي، چې ښاغلی کابلوف به نن د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر او نورو مسولینو سره په سیاسي، اقتصادي او د یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه غونډې وکړي.

