ایران پر متحده عربي اماراتو هوايي بریدونه پیل کړي دي.
د متحده عربي اماراتو دفاع وزارت ویلي، د ایران د توغندیزو او بېپیلوټه الوتکو د بریدونو پر وړاندې یې هوايي دفاعي سیستم د مقابلې په حال کې دی.
یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د چاودنو غږونه د ایران د بالستیک توغندیو، کروز توغندیو او بېپیلوټه الوتکو د شنډولو د عملیاتو له امله اورېدل کېږي.

