ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ایران او امریکا تر منځ نښتې او تاوترخوالی یو ځل بیا زیات شوی

ایران وايي، د امریکا له لوري یې په ساحلي اوبو او فجیرې بندر ته نږدې دوې بېړۍ په نښه شوې دي.

د الجزیرې د راپور له مخې، امریکا د ایران په جنوب کې د خمیر بندر ، سیریک او قشم ټاپو ملکي سیمې هم په نښه کړې دي.

بل‌خوا، د امریکا مرکزي قومندانۍ ویلي، چې د دغه هېواد سمندري ځواکونه په هرمز تنګي کې د ایران د توغندیزو بریدونو، بې‌پیلوټه الوتکو تر برید لاندې راغلي دي.